شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی...

حمدالله فطرت:د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت تاجکستان کې د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو د ناستې په تړاو ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې دوام لري.

نوموړي د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت سره همکاري وکړي.

فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت د نړۍ له هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

د یادونې ده چې تاجکستان پرون چهارشنبه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو د شپږمې غونډې کوربه و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here