د طالبانو حکومت د ډیټابیس د اسنادو له مخې چې د هکرانو یوې ډلې افشا کړي، د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده دولتي څانګو ته امر کړی چې د ده له اجازې پرته دې څوک بهر ته د زده کړو لپاره نه استوي.
شیخ هبتالله دغه فرمان د روان کال د چنګاښ په ۱۶ مه صادر کړی.
د دې مکتوب په یوه کاپي کې چې د طالبانو د عامه چارو وزارت ته استول شوی، شیخ هبت الله له طالبانو غوښتي چې: «ستاسو په استازیتوب که څوک بهر ته د زده کړو، ظرفیت لوړونې، سیمینارونو او یا نورو زده کړو لپاره لیږل کېږي، د هغوی بشپړ معلومات د کورنیو چارو وزارت له لارې موږ ته ولېږئ او زموږ له منظورۍ وروسته به یې په اړه اقدام وشي.»

