د اسلامي همکاریو سازمان د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د بېځایه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطین د نیولو او هلته د خلکو د بېځایه کولو څرګندونې له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
یاد سازمان غزه کې د اوربند د ټینګښت، د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د فلسطین د خلکو پر ضد د اسراییل د ټولو جنایتونو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.

