ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پخواني افغان حکومت اووه بلک هاک الوتکې، چې ازبکستان ته وړل شوې وې؛ بېرته امریکا ته ورکړل شوې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، پنټاګون ویلي، چې له دغو الوتکو څخه په نورو مناسبو ځایونو کې ګټه اخلي.
تر دې وړاندې بیا ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي وو، چې پخواني افغان حکومت ته د دوی ورکړل شوې ۲۲ نظامي او ۲۴ نورې الوتکې ازبکستان کې دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت دفاع وزارت له ازبکستان غوښتي وو چې دغه الوتکې ور وسپاري.

