پاکستان کې یو افغان د کډوالۍ غوښتنې په بهیر کې د ځنډ له کبله ځانوژنه کړې ده.
سرچینې وایي، چې د دغه افغان کډوال کاناډا ته د تګ بهیر ځنډېدلی و، چې له امله یې بیګا شپه د اسلام اباد په یو ګېسټ هوس کې ځان زندۍ کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې دا افغان شېر نومېده او د پنجشېر اوسېدونکی و.
د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ډېر شمېر افغانان کډوالۍ ته مجبوره شوي او دوی په بهرنیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

