د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د یوناما له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي.
په دې لېدنه کې ملا برادر له یاد بنسټ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي.
دغې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې دوی د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي او کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي.

