د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له کاناډا، مکسیکو او چین سره سوداګریزه جګړه به امریکايي وګړو ته هم سرخوږی جوړ کړي.
رویټرز د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې ددغه تعرفو له امله دغه درد او سرخوږی به لنډمهالی وي.
نوموړي د دغې درد لامل د تعرفو له امله په نړۍوال بازار کې د اقتصادي ودې کمزوري کېدل او د انفلاسیون زیاتوالی یاد کړی دی.

