تحریک طالبان پاکستان ډلې د بنو په ډومېل سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي، چې دوه پوځیان یې وژلي.
سیمهییزې سرچینې وایي، دا برید د پوستو له سل مترۍ شوی، چې پکې درې وسله وال هم وژل شوي.
بل لورته د ډي اي خان سیمه کې هم د پاکستاني پوځیانو پر پوستو برید شوی، چې په کې یو پولیس وژل شوی.
په همدې حال کې د خیبر ایجنسي په ورسک کې هم یو پولیس وژل شوی دی.

