جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانمسعود پزشکیان:له ورور هېواد سره مو یو پلاوی د حقابې په اړه...

مسعود پزشکیان:له ورور هېواد سره مو یو پلاوی د حقابې په اړه په خبرو بوخت دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د هلمند په سیند کې د حقابې په اړه طالبان او ایراني چارواکي په خبرو بوخت دي.

نوموړي ویلي، د انرژۍ وزارت اړوند ټیم مؤظف شوی، چې له ورور هېواد سره په دې اړه خبرې وکړي او خپله دی هم دا مسله څاري، ترڅو ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د انرژۍ وزارت وزیر هم ویلي وو، چې دا مسئله له دیپلوماتیکو لارو په جدي ډول تعقیبوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here