د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په پاکستان کې د نجونو پر زده کړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې جوړېدو موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه ده.
خلیلزاد ویلي، چې ددې غونډې موخه له طالبانو سره د روانو اختلافاتو په لړ کې یوه تبلیغاتي هڅه ده.
نوموړي دغه راز ویلي، چې ځینې وخت ستاسو دښمن هم کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي.
هغه د افغان نجونو د زده کړو د ستونزې حل یوازې د افغانانو مسوولیت یاد کړی.
د یادونې ده چې د پاکستان په پلامېنه اسلام اباد کې د افغان ښځو د حقونو په اړه نن د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.
هېره دې نه وي، چې پاکستان دې غونډې ته د طالبانو حکومت هم ور بللی دی.

