ټيټيپي وایي، چې پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو تر څنګ به پر پوځي شرکتونو او اقتصادي بنسټونو هم بریدونه پیل کړي.
یادې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د پاکستاني پوځ د اقتصادي بنسټونو د نړولو په هڅه کې دي.
ټيټيپي په دغه خبرپاڼه کې د ځینو شرکتونو نومونه هم راخیستي او ویلي چې موږ دوی ته درې میاشتې وخت ورکوو، چې په دغه شرکتونو کې پانګهوال دې خپلې ونډې له شرکتونو څخه وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې بریدونو زور اخیستی او ډېره مرګ ژوبله هم لري.

