بلوڅ ازادي غوښتونکو په تربت ولسوالي کې پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي بریدګر هویت څرګند کړ.
یادې ډلې ویلي، دغه کس بهار علي نومېده، چې په کاروان مشهور وو.
یادې ډلې یوې اعلامیې کې ویلي، بهار علي د تربت اوسېدونکی وو، چې په ۲۰۱۷ کال کې له دغې ډلې سره یو ځای شوی وو.
هغه په ۲۰۲۱ کال کې د مجید بریګیډ ډله کې د ځانمرګو لیست کې نوم لیکلی او زدکړې یې ترلاسه کړې وې.
د یادونې ده چې نوموړي تېره ورځ تربت کې د پاکستاني پوځیانو پر بس برید وکړ، چې نږدې پنځوس تنه یې ووژل.

