د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې د ټولو هغو کسانو قضیې لغوه کړې چې تېر حکومت کې له طالبانو سره په همکارۍ تورن وو.
په یاد فرمان کې راغلي، چې اړوندې ادارې مکلفې دي ترڅو د دغو کسانو معلومات له بایومټریک سیسټم، عدلي اسنادو، امنیتي او کشفي اسنادو او له ټولو اداري او برېښنايي اسنادو څخه پاک کړي.
د یادونې ده چې دا په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د مشر درېیم فرمان دی.