د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، داسې فکر باید ونشي، چې زه مشر یم او هره خبره مې باید ومنل شي.
هغه، چې ظاهرا یې اشاره ملاهبت الله ته وه، ویلي؛ خلک باید دین ته وبلل شي او دوی باید ځان ته نږدې شي.
حقاني ویلي، دوی خدای ته مسؤل دی او خدای به ورنه پوښتنه کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم سراج الدین حقاني د ملاهبت الله پر سیاستونو نیوکه کړې ده.