د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي پر نجونو د طبي زدکړو د بندېدو پرېکړه غندلې ده.
نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې طالبانو اول پر نجونو ښوونځي، بیا پوهنتونونه او دا دی اوس ترې وروستی فرصت چې د طب برخه کې نیمه لوړې زدکړي وې هم واخیستل شو.
نوموړی زیاتوي، چې دا پرېکړه به یوازې نجونو ته نه، بلکې د هېواد ټولو وګړو ته زیان ورسوي.
محمد نبي همداراز یاده پرېکړه نا عادلانه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په عاجزانه توګه د طالبانو له حکومت غواړي تر څو د نجونو د زدکړو د بندوالي پر پرېکړې دې بیا غور وکړي.

