په داسې حال کې چې طالبانو په ښځو ګڼ بندیزونه لګولي او له نامحرمو خلکو سره یې له ناستو منع کړي؛ خو تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هېواد له یو شمېر ښځو او ځوانانو سره لیدلي دي.
د هغه ګوند ته منسوبې؛ ډیلي شهادت ورځپاڼې د دغې لیدنې خبر ورکړی؛ خو په اړه یې زیات جزیات نه دي خپاره کړي.
که څه هم د طالبانو حکومت په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت او سیاسي لیده کاته بندیز لګولی؛ خو بیا هم ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت دا ډول لیدنې کوي، او د طالبانو د عدلیې وزارت پریکړه بابیزه ګڼي.

