د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټولو ولایتونو تر نیول کیدو وروسته په کابل کې د پخواني ولسمشر اشرف غني پاتې کیدل کومه ګټه نه درلوده.
نوموړي وویل چې پخوانیو افغان سیاستوالو او طالبانو له ولسمشر غني څخه یوازې تسلیمي غوښته، چې ښاغلی غني ابدا دې چارې ته حاضر نه وو.
محمد معصوم ستانکزي په طالبانو نیوکه وکړه چې د جهالت د دورې اسلام په افغان میرمنو تطبیقوي او خبرداری یې ورکړ چې د همدې غلطو پالیسو له امله به دوی په انزوا کې وي.
د افغان سولې د مذاکراتي ټیم مشر وویل چې د جمهوریت په سقوط کې تر ټولو ډیر زیان افغانستان او د دې هیواد خلکو وکړ.

