د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ازبکستان ته تللی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د نوموړي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.
د هغه په خبره، دا سفر له تاشکند سره د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به خورا اغېزناک وي.
مجاهد زیاته کړې چې دا سفر د ازبکستاني چارواکو په بلنه شوی دی.

