پنجشنبه, نوومبر 5, 2026
Homeکورپاڼهعبدل السید: اسراییل ته د امریکايي وسلو پلور باید په بشپړ ډول...

عبدل السید: اسراییل ته د امریکايي وسلو پلور باید په بشپړ ډول بند شي

د امریکا د میشیګان ایالت منتخب ډیموکرات سناتور عبدل السید د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه اسراییل ته د امریکا پوځي مرستې بندې شي؛ خو نوموړي ټینګار کړی چې واشنګټن باید پر دې سربېره اسراییل ته د امریکايي وسلو پلور هم په بشپړ ډول ودروي.

السید له اېن‌پي‌ار راډیو سره په مرکه کې د ټرمپ د پرېکړې په اړه ویلي، که څه هم ولسمشر ډېرې ناسمې پرېکړې کوي، خو په دې موضوع کې یې دریځ سم دی.

نوموړي زیاته کړې، امریکا باید د هغو وسلو صادرات هم بند کړي چې د ده په وینا، په اسراییل کې د نسل‌وژنې او اپارتاید په څېر کړنو لپاره کارول کېږي.

السید ټینګار کړی چې د امریکا مالي سرچینې باید د بهرنیو پوځي مرستو پر ځای د دغه هېواد د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او کورني پرمختګ لپاره ولګول شي.

د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې دي چې د ایران جګړه د امریکا د منځمهالو ټاکنو له مهمو بحثونو څخه وه او د جګړې مالي لګښتونو او د ټرمپ د حکومت بهرني سیاست په اړه یې نیوکې زیاتې کړې دي.

عبدل السید د سه‌شنبې په ورځ د میشیګان ایالت په ټاکنو کې خپل جمهوري‌غوښتونکی سیال مایک راجرز ته ماتې ورکړې ده.

نوموړي همداراز د فلسطینیانو او یهودي اسراییلیانو لپاره د سولې، کرامت او د خپل برخلیک د ټاکلو د برابر حق ملاتړ کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here