د امریکا سپینې ماڼۍ د منځمهاله ټاکنو پر مهال د جمهوريپالو له ماتې وروسته، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له کړنو دفاع کړې او ویلي یې دي، هغه کسان چې د ټرمپ د سیاسي پای وړاندوینه کوي، یو ځل بیا به ناسم ثابت شي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې د ۱۲۷ اقداماتو نوملړ خپور کړی او دغه اقدامات یې له امریکایانو سره د نوموړي د ژمنو د عملي کېدو بېلګې بللې دي.
سپینې ماڼۍ دغه نوملړ د ټرمپ د حکومت د لاسته راوړنو په توګه وړاندې کړی او د نوموړي د سیاسي راتلونکي په اړه یې د مخالفانو وړاندوینې رد کړې دي.

