پنجشنبه, نوومبر 5, 2026
Homeافغانستانیونیسف:په جګړه‌ییزو سیمو کې د ماشومانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی...

یونیسف:په جګړه‌ییزو سیمو کې د ماشومانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی له ګواښ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې د نړۍ په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق ورځ تر بلې له ګواښ سره مخ کېږي.

یونیسف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په جګړه‌ییزو سیمو کې د اوبو رسولو او فاضلابو د سیستمونو ویجاړېدل ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ په وینا، د اوبو او روغتیايي تاسیساتو زیانمنېدل د ناروغیو خپرېدو، خوارځواکۍ، تاوتریخوالي او زده‌کړو ته د ماشومانو د نه لاسرسي لامل کېږي.

یونیسف ټینګار کړی، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره باید د اوبو رسولو او روغتیايي خدمتونو تاسیسات د بریدونو پر وړاندې خوندي وساتل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here