د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه، د دواړو هېوادونو د اقتصادي استازو ترمنځ د ګډو پانګونو او سیمهییزې سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې شوې دي.
د طالبانو حکومت او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس کمالالدین توحید، د ایران د خراسان رضوي ولایت اقتصادي مرستیال جمشیدي سره په لیدنه کې، د کندهار او خراسان رضوي ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.
د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د قیمتي ډبرو او د محصولاتو د پروسس په برخو کې د ګډې پانګونې فرصتونه هم ارزول شوي دي.
توحید د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه، د خراسان رضوي اقتصادي پلاوي ته کندهار ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

