سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستاند افغان سوداګرو؛او صنعت‌کارانو ۱۳ کسیز پلاوی ایران ته تللی

د افغان سوداګرو؛او صنعت‌کارانو ۱۳ کسیز پلاوی ایران ته تللی

د افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو یو ۱۳ کسیز پلاوی د اقتصادي همکاریو او پانګونې د فرصتونو د ارزونې لپاره ایران ته تللی دی.

د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې په رسمي بلنه سفر کوي او ټاکل شوې د دواړو هېوادونو له اقتصادي چارواکو سره وګوري، په سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي او د ایران له صنعتي مرکزونو لیدنه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سفر په لړ کې به د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر تبادلې او د پانګونې د فرصتونو پر پېژندلو هم خبرې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here