سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستاناوچا:په ۲۰۲۶ کال کې ۹.۳ میلیونه افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي

اوچا:په ۲۰۲۶ کال کې ۹.۳ میلیونه افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې ۹.۳ میلیونه کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې ترلاسه کړې دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۵.۱ میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې او ۱.۴ میلیونه نورو په درېیو یا تر درېیو ډېرو برخو کې له بشري خدمتونو ګټه اخیستې ده.

اوچا زیاته کړې، چې د روان کال تر اګست میاشتې پورې یوازې ۵۱۳ میلیونه ډالره، د اړتیا وړ بودجې ۳۰ سلنه، تمویل شوې او لا هم د ۱.۲ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخ دي.

دغه راپور د لا ډېرو مالي سرچینو پر برابرولو، د بشري مرستو پر دوام او مرستو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر تضمین ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here