کاناډا د امنیتي ګواښونو او پوځي فعالیتونو له امله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د سعودي عربستان د ریاض او دمام ښارونو له دوو نړیوالو هوايي ډګرونو سفر ونه کړي.
د راپور له مخې، د کاناډا حکومت د اکتوبر په ۲۲مه په تازه شوې خبرتیا کې ویلي، د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه د سعودي عربستان په څو هوايي ډګرونو کې د الوتنو او نورو فعالیتونو د ګډوډېدو لامل شوي دي.
په خبرتیا کې ویل شوي چې د ریاض ملک خالد نړیوال هوايي ډګر تړل شوی او د نورو بریدونو په صورت کې ښايي د سعودي عربستان هوايي حریم او نور هوايي ډګرونه هم وتړل شي.
کاناډا د سیمې د بېثباته امنیتي وضعیت له امله خپلو وګړو ته دا سپارښتنه هم کړې چې سعودي عربستان ته له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي.

