ایراني چارواکو د امریکايي ډالرو د پېرلو لپاره نوې لارښوونې اعلان کړې دي چې له مخې یې هر کس کولای شي په ورځ کې تر زرو ډالرو او په ټولیز ډول تر ۱۰ زره ډالرو پورې له بانکونو او د اسعارو د تبادلې له دفترونو واخلي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه کسان چې لږه اندازه ډالر غواړي، کولای شي د بانکي کارت او ملي پېژندپاڼې له لارې د ۱۰۰ او ۱۰۰۰ ډالرو ترمنځ اندازه ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، په ټاکلو بانکي څانګو او د اسعارو د تبادلې په دفترونو کې د ډالرو پلور د رسمي نرخ له مخې دوام لري او غوښتونکي باید د اړوندو سیسټمونو له لارې د پېرلو غوښتنه ثبت کړي.
د اکتوبر په ۲۲مه یو امریکايي ډالر د ۲۶۲ زره ایراني تومان په بدل کې تبادله کېده، په داسې حال کې چې د روان کال په پیل کې یې بیه شاوخوا ۱۳۵ زره تومان وه.
د ډالر د بیې دغه لوړوالی د ایران د اسعارو د ارزښت د کمېدو ښکارندويي کوي.

