د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې د بحرین پر وړاندې بریا خپله کړه.
افغان ځوانانو د بحرین په کوربهتوب ترسره شوې لوبه کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې ۳-۱ بریا ثبت کړه او د غوراوي سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.
افغانستان تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې له اردن او تاجکستان سره مخ شوی و، چې دواړو لوبو کې یې ماتې خوړلې وې.

