یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeسیمهجنوبي وزیرستان کې د ملکي وګړو پر کورونو هوایي بریدونو کې لسګونه...

جنوبي وزیرستان کې د ملکي وګړو پر کورونو هوایي بریدونو کې لسګونه څاروي وژل شوي

د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې سیمه‌ییزو سرچینو ادعا کړې چې د سراروغې تحصیل په سپین مژک بټي کلي کې د ملکي خلکو پر کورونو د بې‌پیلوټه الوتکو او هاوانونو بریدونه شوي دي.

د سرچینو په وینا، د هاوان دوه مرمۍ د محمد عظیم په نوم د یوه سیمه‌ییز اوسېدونکي پر کور لګېدلې چې له امله یې کور ته زیان اوښتی او د راپورونو له مخې شاوخوا ۳۵ تر ۴۰ پورې وزې وژل شوې دي.

تر اوسه د دغو بریدونو په اړه د پاکستان پوځ او حکومت څه نه دي ویلي، خو په پښتونخوا او بلوچستان کې پر ملکي وګړو د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې وخت ناوخت څاروي تلف کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here