شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeافغانستانکرزی: تر هغې چې نجونې ښوونځیو ته ستنې نه شي، د طالبانو...

کرزی: تر هغې چې نجونې ښوونځیو ته ستنې نه شي، د طالبانو په اړه مثبته خبره نه کوم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، تر هغه چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه وي ورکړل شوي، دی نه شي کولی د طالبانو د حکومت په اړه مثبته خبره وکړي.

کرزي له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې ویلي، طالب چارواکو څو ځله ترې غوښتي چې د دوی د حکومت د کړنو په اړه مثبتې څرګندونې وکړي، خو نوموړي ورته ویلي: «کله چې نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي، بیا به ستاسو په اړه مثبته خبره ولرم؛ خو نن نه.»

هغه د نجونو زده‌کړه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیزه اړتیا بللې او ویلي یې دي چې هېواد لوستو ښځو ته په سوداګرۍ، ښوونه، طب، اقتصاد، انجینرۍ، قضا او ژورنالېزم کې اړتیا لري. د کرزي په وینا، که نجونې ښوونځي ته ولاړې نه شي او ښځې کار ونه کړي، افغانستان نه شي کولای یوه «ژوندۍ او خوځنده ټولنه» ولري.

کرزي ویلي، د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې د نجونو د منځنیو زده‌کړو بندیز د ده د دوو لوڼو پر زده‌کړو هم اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د طالبانو ځینې چارواکي ورسره په شخصي خبرو کې د نجونو د بېرته ښوونځیو ته ستنېدو او د ښځو د کار له حق سره موافق دي، خو تر اوسه د طالبانو په رسمي تګلاره کې بدلون نه دی راغلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here