د انګلستان د پریمیرلیګ اتلولي ګټونکي «ارسنال» لوبډلې برازیلی بریدګر ګابرییل مارتینلي د سعودي عربستان له الهلال کلب سره یوځای شو.
۲۵ کلن مارتینلي له ارسنال سره اووه کاله تېر کړل او په ۲۷۸ لوبو کې یې ۶۲ ګولونه ووهل.
د راپورونو له مخې، الهلال د هغه د انتقال لپاره شاوخوا ۶۰ میلیونه پونډه (۸۱ میلیونه ډالر) ورکوي او مارتینلي به له نوي کلب سره څلور کلن قرارداد ولري.
دا انتقال د ارسنال لپاره د کلب په تاریخ کې د تر ټولو لوړې بیې پلور بلل کېږي.

