د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه د کارپوهانو په یوه غونډه کې ګډونوالو ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید له شخړهمحور چلند تېر او د خبرو اترو، اقتصادي همکاریو، سیمهییز اتصال او د خلکو ترمنځ اړیکو ته وده ورکړل شي.
د پېښور پوهنتون د روسیې، چین او منځنۍ اسیا د مطالعاتو مرکز په کوربهتوب په جوړ شوي سمپوزیم کې د حکومت لوړپوړو چارواکو، کارپوهانو، پخوانیو وزیرانو، سوداګرو، استادانو او څېړونکو ګډون کړی و.
غونډه د «د پاکستان-افغانستان له شخړې هاخوا؛ د سیمهییزې سولې او متقابل تفاهم پرمختګ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه او ګډونوالو په کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر اوسنیو ننګونو او فرصتونو بحث وکړ.
په دې غونډه کې مشاهد حسین سید د چین د ولسمشر شي جینپینګ وروستۍ څرګندونې هم یادې کړې. شي جینپینګ ویلي چې چین د افغانستان او نورو سیمهییزو کړکېچونو د سیاسي حل لپاره له ټولو اړخونو سره د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا ته چمتو دی.

