شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeافغانستانصالح: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له ملي ناورین او بحران...

صالح: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له ملي ناورین او بحران پرته بل «ملي» څه نه لري

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د طالبانو د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له «ملي ناورین او ملي بحران» پرته بل هېڅ شی د «ملي» صفت نه لري.

صالح په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، د اوسني وضعیت پر وړاندې باید د مبارزې او له بحران د وتلو په اړه فکر وشي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو ترمنځ په دې وروستیو کې د ملي کلمې د نفي کولو پر سر بحثونه تاوده شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here