واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت یو شمېر پخواني محافظهکار پوځي افسران او په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو پلویانو لرونکي کسان په ملکي دندو کې ګمارلي دي.
په راپور کې د راب مانس، کورت شلیشتر او توماس اندرسن نومونه یاد شوي دي.
د واشنګټن پوسټ په وینا، دغو کسانو له ګمارنې وروسته هم په ټولنیزو شبکو کې د دفاع وزیر پیټ هېګست ملاتړ او د هغه د منتقدانو پر ضد سیاسي مطالب خپاره کړي دي.
راپور وايي، د دغو کسانو د دندو، معاشونو او دقیقو مسؤلیتونو په اړه پنتاګون تر اوسه عامه معلومات نه دي ورکړي.
دې موضوع د مالیه ورکوونکو د پیسو د لګولو او د دولتي دندو او سیاسي تبلیغاتو ترمنځ د کرښې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

