د امریکا مرکزي قوماندانۍ سېنټکام د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک یا سپاهپاسداران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګي له جنوبي مسیر تېرېدونکې د تېلو یوه ستره لېږدوونکې بېړۍ پر دوو ماینونو لګېدلې او له منځه تللې ده.
سېنټکام ویلي، په هرمز تنګي کې هېڅ بېړۍ پر ماین نه ده لګېدلې او دغه ادعا ناسمه ده.
د امریکا قوماندانۍ دا ډول ادعاوې د سیمهییزو سوداګریزو بېړیو د وېرولو او د ناسمو معلوماتو د خپرولو هڅه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني ځواکونو ادعا کړې وه چې د تېلو دوه سترې لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کې پر سمندري ماینونو لګېدلي او له منځه تللي دي.

