دوشنبه, اگست 31, 2026
Homeسیمهایران: ټرمپ دا خوب هم نه شي لیدلی چې هرمز تنګی به...

ایران: ټرمپ دا خوب هم نه شي لیدلی چې هرمز تنګی به د امریکا خاوره شي

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال ابوالفضل شاکرچي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «حتی خوب هم نه شي لیدلی» چې د هرمز تنګی د امریکا د خاورې برخه وګرځوي.

شکارچي ویلي، ایران به په سیمه کې د امریکايي ځواکونو حضور ته اجازه ورنه کړي او د لوېدیځې اسیا له سیمې د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره هوډمن دی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کوي چې ټرمپ په وروستیو کې څو ځل وویل چې هرمز تنګي د امریکا خاوره ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here