د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ادعا کړې چې د ایران د نفتو مهم مرکز خارک ټاپو د بریدونو هدف ګرځېدلی او «له خاورو سره خاورې کېږي.»
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې په لنډ پیغام کې ویلي چې خارک ټاپو «له منځه وړل کېږي»، خو د برید د څرنګوالي او د احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
نوموړي له خپل پیغام سره د سختو چاودنو یوه ویډیو هم خپره کړې، خو رویټرز ویلي چې ویډیو په احتمالي ډول د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې ده او تر اوسه د خارک ټاپو د پراخو بریدونو یا ویجاړۍ په اړه هم کوم خپلواک تایید نه شته.
خارک ټاپو د ایران د نفتي صادراتو له مهمو مرکزونو دی او د هرمز تنګي ته نږدې ستراتیژیک اهمیت لري.

