د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ایران ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي یا د امریکا په امر سفر کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، دا ادعاوې «ګمراه کوونکې» دي.
د نوموړي په وینا، ایران ته د عاصم منیر او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سفر د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ترسره شوی چې موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمول، د خبرو د بیا پیل هڅې او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر درلود او له یو شمېر لوړپوړو ایراني چارواکو سره یې لیده- کاته او خبرې اترې وکړې.

