د نیپال په شمال کې د ویجاړونکو ناڅاپي سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۶۲۶ کسانو ته لوړ شوی دی.
د تازه راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۵۰۰ کسان لا هم ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري.
نیپالي چارواکي وايي، تر اوسه شاوخوا ۳ زره ۳۰۱ کسان ټپیان شوي یا ژغورل شوي او زرګونه پولیس او د ژغورنې ډلې د مړو او ورک کسانو د موندلو لپاره په عملیاتو بوخت دي.
چارواکي خبرداری ورکوي چې په سیمه کې د لا نورو سېلابونو احتمال هم شته.

