د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر عمران خان زامن سلیمان او قاسم خان وايي چې د خپل پلار د روغتیا او په زندان کې د هغه د وضعیت په اړه یې اندېښنه ورځ تر بلې زیاتیږي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دواړو وروڼو نږدې شپږ میاشتې کېږي چې د خپل پلار غږ نه دی اورېدلی. د دوی وروستۍ ټیلیفوني خبرې د تېر کوچني اختر پر مهال شوې وې او شاوخوا ۲۰ دقیقې یې دوام کړی و.
د عمران خان زامن وايي، دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې پلار یې په زندان کې «بېقراره» دی او له سخت رواني فشار سره مخ دی. دوی اندېښنه لري چې د هغه روغتیا مخ په خرابېدو ده او زندان کې یې رواني وضعیت لا پسې په خرابېدو دی؛ هغه ادعا چې د پاکستان حکومت رد کړې ده.
عمران خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې په زندان کې دی او د هغه د روغتیا په اړه اندېښنې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له سیاسي بحثه هاخوا د نړیوال کرکټ د پخوانیو ستورو ترمنځ هم مطرح شوې دي.
د عمران خان زامنو د خپل پلار د زنداني شرایطو او روغتیا په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کړې او پوښتنه یې کړې: «انسانیت چېرته دی؟»

