د پاکستان اقتصاد پوه ډاکټر قیصر بنګالي وايي، هند له ۱۹۹۱ز کال وروسته د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پروګرام ته بیا نه دی تللی، خو پاکستان نږدې هر کال له دغه صندوق د پورونو ترلاسه کولو لپاره ورځي.
بنګالي په خپلو څرګندونو کې ویلي، پاکستان هغه هېواد دی چې پرلهپسې د آیایماېف پروګرامونو ته داخلېږي او نه غواړي له دې پروګرامونو ووځي.
نوموړي د پاکستان پر اقتصادي وضعیت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هېواد ته پورونه ورکول کېږي، خو پیسې له سود سره ورکول کېږي.

