جمعه, اگست 28, 2026
Homeسیمهسهیل افریدي: زه پاکستان وینم چې تباه کیږي

سهیل افریدي: زه پاکستان وینم چې تباه کیږي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي وايي، په دغه ایالت کې د پولیسو د تلفاتو او امنیتي وضعیت په اړه د حکومت پالیسي بې‌ګټې ده.

افریدي په یوه ویډیو کې ویلي: «زموږ پولیس بغاوت ته رسېدلي دي، ځکه هغوی پوه شوي چې ولې مري، د چا لپاره مري او د کومې پالیسۍ له مخې مري.»

نوموړي د خیبر پښتونخوا روان وضعیت ته په اشارې ویلي، هغه پالیسي چې په دغه ایالت کې عملي کېږي «هیڅ ګټه نه لري».
افریدي خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او ځوانان لارو کوڅو ته راووزي، نو د ده په وینا، «چا ته به د سر پټولو ځای هم پاتې نه شي.»

هغه زیاته کړې: «زه پاکستان وینم چې تباه کېږي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here