پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeکورپاڼهد نیپال او چین پولې ته څېرمه ویجاړوونکو سېلابونو کې ۱۶۵ کسان...

د نیپال او چین پولې ته څېرمه ویجاړوونکو سېلابونو کې ۱۶۵ کسان مړه ۱۵۰۰ ورک شوی دي.

د نیپال او چین پولې ته څېرمه د پرونیو سېلابونو په اړه د دغو هېوادونو چارواکو ویلي، چې د همالیا سیمه کې د درنو سېلابونو او ځمکښوېدنې له امله نږدې ۱۵۰۰ کسان ورک دي چې شاوخوا ۸۰۰ یې بهرني وګړي دي.

په نیپال کې د پولیسو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۶۵ کسان مړه شوي او د ژغورنې عملیات د چورلکو په مرسته دوام لري.

راپورونه وايي، سېلاب هغه مهال رامنځته شو چې د همالیا په غرونو کې د یخچال یوه لویه برخه له منځه ولاړه او د خټو، ډبرو او اوبو ستر جریان د سیمې پر استوګنیزو ځایونو ورخوشې شو. ګڼ کورونه، لارې او پلونه هم ویجاړ شوي دي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې په ځینو سیمو کې لا هم د نورو سېلابونو او ځمکښوېدنو خطر شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here