شنبه, اگست 29, 2026
Homeامنیتد قطر لومړی وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره...

د قطر لومړی وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره تهران ته ځي

د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن تهران ته سفر کوي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د ډیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې وکړي.

قطر وايي، په دې سفر کې به د هرمز تنګي د وضعیت او د سیمې د کړکېچ د کمولو پر لارو هم خبرې وشي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې امریکا او ایران لا هم د کړکېچ د کمولو لپاره خبرو ته چمتو نه دي او امریکا پر ایران او متحدو هېوادونو یې د اقتصادي فشار د زیاتولو او د بندیزونو ګواښ کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here