چهارشنبه, اگست 26, 2026
Homeسیاستد سي‌آی‌اې مشر مسکو ته تللی؛ د سفر موخه یې لا هم...

د سي‌آی‌اې مشر مسکو ته تللی؛ د سفر موخه یې لا هم نامعلومه ده

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «CIA» مشر جان راتکلیف پرون د اګست په ۲۵مه په یوه نااعلان شوي سفر مسکو ته تللی او له روسي چارواکو سره یې پټې خبرې کړې دي.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې روسیې ته د سي‌آی‌اې د یوه مشر له خوا لومړی سفر دی.

تر اوسه واشنګټن او مسکو د سفر رسمي موخه نه ده په ډاګه کړې او نه هم معلومه ده چې راتکلیف له کومو روسي چارواکو سره لیدلي دي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو خبرې له خنډ سره مخ دي. له بلې خوا، د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ او د مسکو او تهران نږدې اړیکې هم د واشنګټن لپاره مهمې دي. له همدې امله د راتکلیف د سفر په اړه د اوکراین جګړه، ایران او د امریکا-روسیې استخباراتي اړیکې د احتمالي بحثونو په توګه مطرح شوي، خو تر اوسه یې هېڅ یو رسمي تأیید شوی نه دی.

راپورونه وايي، د سفر د حساسیت له امله امریکا له اوکراین غوښتنه کړې وه چې مسکو ته د راتکلیف د سفر پر مهال د روسیې پر ځینو سیمو بریدونه ونه کړي.

په همدې حال کې دا هم د پام وړ موضوع یاده شوې چې د راتکلیف د سفر له اعلان مخکې یوه امریکايي C-17 پوځي ترانسپورټي الوتکه او ورسره د امریکا دیپلوماتیک موټریز کاروان هم په مسکو کې لیدل شوی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here