چهارشنبه, اگست 26, 2026
Homeسیمهپاکستان تر سېپټمبره په تمه دی څو امریکا ۱۰ میلیارده ډالر پور...

پاکستان تر سېپټمبره په تمه دی څو امریکا ۱۰ میلیارده ډالر پور ورکړي

پاکستان له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد د اسعارو او اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو د تبادلې د ثبات د ملاتړ صندوق جوړ کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا غوښتنه د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب له خوا د امریکا د خزانې له وزیر سره په لیدنه کې مطرح شوې وه.

که دا وړاندیز ومنل شي، د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې به پیاوړې او پر پاکستانۍ روپۍ به فشار کم شي.

د پاکستان د مالیې وزیر ویلي، دا عادي پور یا امتیاز نه دی؛ بلکې داسې مالي میکانیزم دی چې د اسعارو ثبات او نړیوالو مالي بازارونو ته د پاکستان لاسرسی پیاوړی کړي.

اسلام‌اباد تمه لري چې واشنګټن به د دې غوښتنې په اړه تر سپټمبر پورې پرېکړه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here