ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د بېرته پیلولو لپاره د یوه موقتي ګډ سمندري دهلېز پر جوړولو هوکړه کړې او د تنګي د سمندري ماینونو د پاکولو پر ګډ پلان هم خبرې شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په تهران کې د خبرو پر مهال د یوه پړاویزه چوکاټ په اړه بحث کړی چې موخه یې د هرمز له لارې د خوندي سمندري تګ راتګ بېرته پیلول دي.
د دواړو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د موقتي دهلېز تر څنګ به تخنیکي خبرې دوام ولري، څو په راتلونکي کې دایمي سمندري مسیر، د بېړیو د تګ راتګ مدیریت، د معلوماتو شریکول او امنیتي او لارښود خدمات هم تنظیم شي.
عمان وايي، تمه ده د موقتي دهلېز طرحه ډېر زر اعلان شي. دواړو هېوادونو ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت په اړه باید له نورو خلیجي هېوادونو سره هم خبرې وشي او هر ډول هوکړه باید نړیوال قانون او د سیمې د هېوادونو حاکمیت ته درناوی وکړي.

