د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي چې د هندو ملتپالې «راشټریه سویم سیوک سنګ» (RSS) د مشر موهن بهګوت له هغې غونډې سره مخالفت کوي چې د اګست په ۲۹مه د نیویارک په «مېډیسن سکوېر ګارډن» کې ترسره کېږي.
ممداني ویلي، د هند په اړه د ده لید د یوه څوګوني او سیکولر ټولنې پر تصور ولاړ دی او د داسې خوځښت له پراختیا سره مخالفت لري چې د ده په وینا «انحصاري لید» لري.
خو نوموړي زیاته کړې چې نه پوهېږي د نیویارک ښار حکومت د یوه خصوصي پروګرام د لغوه کولو قانوني واک لري که نه. ټاکل شوې په دې غونډه کې شاوخوا ۵ زره کسان ګډون وکړي.

