د افغانستان د شنونکو شبکې په یوه نوي راپور کې ویل شوي چې د اقتصادي ستونزو، د کاري فرصتونو له کمېدو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو د ناتوانۍ له امله، ګڼې افغان کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره له بېړنیو او سختو لارو کار اخلي.
د راپور له مخې، کورنۍ لومړی خپلې سپماوې مصرفوي، شته شتمني پلوري، پور اخلي او غیررسمي کارونو ته مخه کوي. خو کله چې دا لارې هم له منځه ولاړې شي، ماشومان له ښوونځي ایستل کېږي او د کورنۍ د عاید لپاره کار کولو ته اړ کېږي.
راپور زیاتوي چې هلکان په لاسپلورنې، بټیو او ورکشاپونو کې کار ته لېږل کېږي، په داسې حال کې چې کمعمره نجونې په کورونو کې ګلدوزي، ګنډل او نور کمعایده کارونه کوي. ځینې کورنۍ خپل تنکي زامن د کار لپاره په خطرناکو لارو ایران ته هم استوي، څو د کورنۍ لپاره پیسې وګټي.
د راپور له مخې، ځینې کورنۍ خپل ماشومان شپنیو ښوونځیو یا موسسو ته استوي، څو لږ تر لږه د هغوی د خوړو او سرپناه اړتیاوې پوره شي او د کورنۍ اقتصادي بار کم شي.
راپور وايي، په تر ټولو سختو حالاتو کې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې نارینه ګټیالي نه لري او کونډې ښځې یې سرپرستې دي، له لا سختو پرېکړو سره مخ کېږي؛ په ځینو مواردو کې کمعمره نجونې د پورونو او خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ودول کېږي او د راپور له مخې، ځینې کورنۍ ان د خپلو کوچنیانو د سپارلو یا پلورلو ته هم اړې شوې دي.
د افغانستان د شنونکو شبکه وايي، دا پرېکړې د دې له امله رامنځته کېږي چې کورنۍ په تدریجي ډول د ژوندي پاتې کېدو ټولې لارې له لاسه ورکوي او د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه د هغو کورنیو لپاره وضعیت لا سخت کړی چې نارینه سرپرست نه لري.

