د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نړۍ د روانو جګړو او شخړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بېلابېلو سیمو جګړې د نړۍ پر زیانمنو خلکو، سوداګرۍ او خوراکي امنیت جدي اغېز کوي.
ګوتریش ویلي، په هرمز تنګي کې، سره سمندرګي او اوکراین کې روانې شخړې د نړیوالې سوداګرۍ مهمې لارې له ستونزو سره مخ کړي او د خوړو او انرژۍ بیې یې اغېزمنې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره باید جګړې پای ته ورسېږي او د شخړو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې وکارول شي.

