سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeکورپاڼهد ټرمپ حکومت د ۲۰۰ زره پناه‌غوښتونکو ویزې لغوه کوي

د ټرمپ حکومت د ۲۰۰ زره پناه‌غوښتونکو ویزې لغوه کوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د شاوخوا ۲۰۰ زره بهرنیانو د سوداګریزو او سیاحتي ویزو د لغوه کولو لپاره تیاری نیسي؛ هغه کسان به په نښه شي چې په امریکا کې یې د پناه غوښتنه کړې یا یې د پناه غوښتنې دوسیه روانه ده.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه اقدام به د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ صادرې شوې B1 او B2 ویزې اغېزمنې کړي او که عملي شي، د امریکا په تاریخ کې به دا د ډله ییزو ویزو د لغوه کولو تر ټولو لویه پېښه وي.

چارواکي وايي، د ویزو لغوه کول په خپله د سمدستي ایستلو معنا نه لري، خو اغېزمن کسان به نور د سوداګریز یا سیاحتي مسافر په توګه په امریکا کې د پاتې کېدو وړ نه وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here